په کابل کښې نن بیا بم چاودنه شوي ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95077-په_کابل_کښې_نن_بیا_بم_چاودنه_شوي_ده
زمونږ خبریال وايي د افغانستان امنیتي چارواکو وویل د کابل ښار د پینځمې (۵) امنیتي حوزې په خوا کښې په «ابرساني» سیمه کښې نن سهار په یوه(۱) واټ کښې د ماین چاودنه شوي ده خو څوک پکښې مړه یا ژوبل شوي نه دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 29, 2020 08:08 Asia/Kabul
  • په کابل کښې نن بیا بم چاودنه شوي ده

زمونږ خبریال وايي د افغانستان امنیتي چارواکو وویل د کابل ښار د پینځمې (۵) امنیتي حوزې په خوا کښې په «ابرساني» سیمه کښې نن سهار په یوه(۱) واټ کښې د ماین چاودنه شوي ده خو څوک پکښې مړه یا ژوبل شوي نه دي .

پرون هم په کابل ښار کښې د شمیرنې د ادارې د کارکونو په ګاډي باندې برید کښې یو(۱) تن مړ شوی او دیارلس (۱۳)نور ژوبل شوي وو.

د خوست ولایت په مرکز کښې هم په بم چاودنه کښې د خوست د ولایتي شورا غړی اصغر اکاخیل ژوبل شوی او د هغه ساتونکی وژل شوی دی .

د افغانستان بیلابیلې سیمې په تیره بیا پلازمینه کابل له تیرو اونیو راهسې په تیره بیا داسې شرایطو کښې چې ټاکل شوي ده د حکومت او د طالبانو ترمینځ د سولې  خبرې له سره پیل شي د ترهګرو بم چاودنو او د حملو د زیاتیدا کتونکي دي .