صدیقي:
طالبان هڅه کوي افغان حکومت نړیوالو ته کمزوری وښيي
د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په تازه څرګندونو کې ویلي چې په ښارونو کې بریدونه او له مسئوولیت منلو یې انکار د طالبانو نوې تګلاره ده.
د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په تازه څرګندونو کې ویلي چې په ښارونو کې بریدونه او له مسئوولیت منلو یې انکار د طالبانو نوې تګلاره ده.
تاند خبري آژانس لیکلي چې صدیقي په دې خبرې باندې په ټینګار سره ویلي چې طالبان په دې سره هڅه کوي د حکومت او ولس ترمنځ واټن رامنځته کړي.
د صدیقي په خبره طالبان فکر کوي چې دوي په مذاکراتو کې برلاسي دي نو ځکه اوس په دې لټه کې دي چې افغان حکومت کمزوری وښيي.
نوموړی وایي طالبان په دې موخه وروستي هدفي بریدونو ترسره کوي چې خپلو موخو ته ځان ورسوي.
دی زیاتوي چې افغان امنیتي ځواکونه د دغه پلانونو د شنډولو په لټه کې دي او اجازه نه ورکوي چې طالبان خپلو شومو موخو ته ورسېږي.
د ولسمشر اشرف غني ویاند یو ځل بیا تور پورې کړی چې طالبان د سولې نیت نه لري او د تاوتریخوالي د ډېرولو له لارې هڅه کوي ځان خپلو موخو ته ورسوي.
بل لورته وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې، په دې وروستیوکې د افغانستان په مختلفو ولایتونوکې هدفي وژنې ډېرې شوي دي.