په کابل کې چاودنه دوو کسانو ته مرګژوبله اړولې
افغان چارواکو اعلان کړی چي د کابل په نننۍ چاودنه کې د دې هیواد د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې دوو کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سپوږمۍ په حواله، ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې رییس فضل فضلي په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې نن یې پر دوو همکارانو د مقناطیسي ماین چاودنه شوې ده.
د دغه راپور سره سم، په دې پېښه کې د چارو د ادارې د سلاکارانو د انسجام د ریاست مرستیال جاوید ولي سخت ټپی شوی دی او موټرچلوونکی یې بهرام الدین وژل شوی دی.
د چارو ادارې رییس دغه راز زیاته کړې چې د افغانستان دښمنان کمزوري شوي دي او اوس پر ملکي وګړو هم هدفي بریدونه کوي.
دده په خبره دوی ته دا توپیر نه لري چې څوک ملکي دی او څوک نظامي یوازې د خپلو موخو لپاره هدفي بریدونو او وژنو ته ادامه ورکوي. دغه پېښه نن سهار د اوومې حوزې اړوند له چهلستون بڼ سره څېرمه رامنځ ته شوه او تر اوسه یې کومې ډلې مسوولیت نه دی منلی.