په دوحه کې د دوهم دور خبرو لپاره مقدماتي ناسته وشوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95262-په_دوحه_کې_د_دوهم_دور_خبرو_لپاره_مقدماتي_ناسته_وشوه
د سولې په چارو کې د د افغان حکومت وزارت وایي د افغان دولت او طالبانو مذاکراتي پلاوو د دوهم دور خبرو لپاره مقدماتي ناسته وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 07, 2021 10:15 Asia/Kabul
  • په دوحه کې د دوهم دور خبرو لپاره مقدماتي ناسته وشوه

د سولې په چارو کې د د افغان حکومت وزارت وایي د افغان دولت او طالبانو مذاکراتي پلاوو د دوهم دور خبرو لپاره مقدماتي ناسته وکړه.

د دغه وزارت ویاندې ناجیه انوري وایي چې تېر ماښام د دواړو مذاکراتي پلاوو ترمنځ لومړۍ ناسته وشوه او په ناسته کې پرېکړه وشوه چې د راتلونکې شنبې ورځ به بله ناسته ترسره شي.

په ورته مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ هم پر خپله ټوېټر پاڼه د دغه خبر پخلی کړی او لیکلي یې دي چې  د دواړو لوریو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو مقدماتي ناسته تر سره شوې.

د نوموړي په خبره په ناسته کې پرېکړه شوې چې د راروانې شنبې په ورځ به د دواړو خواوو لخوا د اجنډا د موضوعاتو د څېړلو لپاره ټاکل شوي ټیمونه خپل کارونه پیل کړي.

که څه هم د جنورۍ میاشتې پنځمه نیټه د دوهم دور د مذاکراتو د پیل نېټه ټاکل شوې وه؛ خو لومړۍ مقدماتي ناسته د جنورۍ په شپږمه نېټه ترسره شوه.