ارزګان کښې هم شپږ حکومتي ځواکونه ووژل شول
Jan 08, 2021 09:55 Asia/Kabul
د افغانستان په ارزګان ولایت کښې شپږ تنه حکومتي ځواکونه د موټر بم چاودنې له امله وژل شوي دي
د افغانستان په ارزګان ولایت کښې شپږ تنه حکومتي ځواکونه د موټر بم چاودنې له امله وژل شوي دي
د افغانستان دفاع وزارت نن وویل چې د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کښې پوځي اډې ته څیرمه د یو بم ایښودل شوي موټر د چاودنې له امله شپږ تنه حکومتي ځواکونه مړه او یوشمیر نور ژوبل شوي دي.
د خبر تر رارسیدو پورې د دغې چاودنې پړه چا نه وه منلې خو د ارزګان ولایت ډیرې سیمې د طالبانو ډلې په واک کښې دي.
ټیګونه