ملګرو ملتونو په افغانستان کي د یوناما نوې مرستیاله معرفي کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95296-ملګرو_ملتونو_په_افغانستان_کي_د_یوناما_نوې_مرستیاله_معرفي_کړې
ملګري ملتونه وایي په افغانستان کي یې د ډنمارک پخوانۍ سفیره په کابل کي د خپل مرستندویه دفتر مرستیاله ټاکلې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 09, 2021 13:15 Asia/Kabul
  • ملګرو ملتونو په افغانستان کي د یوناما نوې مرستیاله معرفي کړې

ملګري ملتونه وایي په افغانستان کي یې د ډنمارک پخوانۍ سفیره په کابل کي د خپل مرستندویه دفتر مرستیاله ټاکلې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي چي مېرمن مېټې کنوډسین تر دې وړاندي د ملګرو ملتونو ګڼ ماموریتونه په بریالۍ توګه ترسره کړي دي او هغه یوه پیاوړې ديپلوماته ده. ګوتریش وایي تمه لري چي په دې سره په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د ماموریت ترمنځ لا ډېره همغږي رامنځ ته سي. کنوډسین په سیاسي علومو کي د ماسټرۍ تر کچي زده کړي کړي دي چي تر دې وړاندي په افغانستان کي د ډنمارک سفیره وه. هغې همدا راز په ګڼو نورو هېوادونو کي هم د خپل هېواد ديپلوماتیک ماموریتونه مخ ته وړي دي. نوموړې به له دې وروسته په کابل کي د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازې د مرستیالې په توګه دنده ترسره کوي.