ملګرو ملتونو په افغانستان کي د یوناما نوې مرستیاله معرفي کړې
Jan 09, 2021 13:15 Asia/Kabul
ملګري ملتونه وایي په افغانستان کي یې د ډنمارک پخوانۍ سفیره په کابل کي د خپل مرستندویه دفتر مرستیاله ټاکلې ده.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي چي مېرمن مېټې کنوډسین تر دې وړاندي د ملګرو ملتونو ګڼ ماموریتونه په بریالۍ توګه ترسره کړي دي او هغه یوه پیاوړې ديپلوماته ده. ګوتریش وایي تمه لري چي په دې سره په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د ماموریت ترمنځ لا ډېره همغږي رامنځ ته سي. کنوډسین په سیاسي علومو کي د ماسټرۍ تر کچي زده کړي کړي دي چي تر دې وړاندي په افغانستان کي د ډنمارک سفیره وه. هغې همدا راز په ګڼو نورو هېوادونو کي هم د خپل هېواد ديپلوماتیک ماموریتونه مخ ته وړي دي. نوموړې به له دې وروسته په کابل کي د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازې د مرستیالې په توګه دنده ترسره کوي.
ټیګونه