د افغانستان د ولسمشر مرستیال:
نیول شوي ترهګر باید اعدام شي
Jan 18, 2021 14:13 Asia/Kabul
د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د نیول شویو طالب بندیانو پر اعدام ټینګار کړی
امرالله صالح پر خپله فیسبوک پاڼه ویلي چې د حکومت له لوري نیول شوي ترهګر باید د خوشي کېدو پر ځای اعدام شي.
د نوموړي په خبره طالبان فکر کوي چې هر ډول جنایت ترسره کړي؛ نو بخښل کېږي، نو په همدې هدف باید نیول شوي طالب بندیان اعدام شي.
د اشرف غنی لومړي مرستیال همدارنګه ادعا کړې چې د کابل ښار په ډېری هدفي وژنو کې هغه طالب وسلهوال لاس لري چې د حکومت له بنده خوشي شوي دي.
امرالله صالح دا هم لیکلي چې پولیسو د هغو ماشومانو مخه هم نیولې چې پاکستان ته د دیني زده کړو په بهانه د ترهګرۍ مرکزونو ته وړل کېدل.
تر اوسه د افغانستان د لومړي مرستیال امر الله صالح دغو څرګندونو ته وسلوالو طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی.
ټیګونه