په افغانستان کښې ګڼ شمیر ماشومان له ناوړه خواړو سره مخ دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i172720-په_افغانستان_کښې_ګڼ_شمیر_ماشومان_له_ناوړه_خواړو_سره_مخ_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق ویلي، چې په افغانستان کې په شدیدې خوارځواکۍ اخته درې اتیا سلنه ماشومان په هغو کورنیو کې ژوند کوي چې د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي.
(last modified 2026-05-10T09:51:17+00:00 )
May 10, 2026 14:19 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې ګڼ شمیر ماشومان له ناوړه خواړو سره مخ دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق ویلي، چې په افغانستان کې په شدیدې خوارځواکۍ اخته درې اتیا سلنه ماشومان په هغو کورنیو کې ژوند کوي چې د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي.

په راپور کې د دغې ستونزې د کنټرول پر وړاندې کمزوری راپور ورکول، سرحدي محدودیتونه او د بودجې کمښت له مهمو ننګونو څخه یاد شوي دي.

د راپور د موندنو له مخې، په افغانستان کې د ماشومانو د شدیدې کمزورۍ کچه د تېر کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له نهه اعشاریه شپږ سلنې څخه د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې اته اعشاریه پنځه سلنې ته راکمه شوې ده.

خو لا هم د افغانستان په لسو ولایتونو کې د شدیدې خوارځواکۍ کچه تر لس سلنې لوړه راپور شوې، چې ډېری پېښې یې په هلمند او دایکندي ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې میلیونونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.