طالبان امریکا د بین الافغانی خبرو پر وړاندې اصلي خنډ بولي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95564-طالبان_امریکا_د_بین_الافغانی_خبرو_پر_وړاندې_اصلي_خنډ_بولي
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي چي د امریکا له خوا د هوکړې نه پلي کېدل د بین الافغاني خبرو پر وړاندې اصلي خنډ دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 22, 2021 11:00 Asia/Kabul
  • طالبان امریکا د بین الافغانی خبرو پر وړاندې اصلي خنډ بولي

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي چي د امریکا له خوا د هوکړې نه پلي کېدل د بین الافغاني خبرو پر وړاندې اصلي خنډ دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم یوې امریکایي رسنۍ ته په استولي پیغام کې لیکلي: د افغانستان په مساله کې د ستونزو د حل لاره د امریکا له خوا د هوکړې عملي کول دي.

هغه زیاته کړې چي د سولي د تړون له مخې، د طالب بندیانو خوشې کېدل او د تورو لېسټونو له منځه وړل د هوکړې له نورو مادو څخه شمېرل کیږي چي لا نه دي پلي شوي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند آزادۍ رېډیو ته ویلي، تر هغه چې د طالبانو او امریکا ترمنځ شوې هوکړه په بشپړ ډول عملي نه شي، ستونزې نه حلېږي.

هغه همدارنګه د امریکایانو حضور ته په اشارې سره زیاته کړې چي له لومړۍ ورځې افغان ولس ته د جګړې د پیل لامل ښکاره دی.

د افغان سولې د خبرو اترو دوهم پړاو نږدې ۱۶ ورځې وړاندې پیل شوې، خو تر دې دمه د افغان مذاکراټي ټیم او د طالبانو تر مینځ په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه لیدل کېږي.