د ایران د فوځ لوی قومندان:
د دښمن ټول خوځښتونه په ځیر سره تر څار لاندې دی
Jan 25, 2021 12:36 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د فوځ لوی قومندان وویل: د ایران د دفاعي سیسټم په شبکه کې یو تر ټولو استراتیجیکه او حساسه برخه د جنوب ختیځ د سیمي دفاعي سیسټم دی.
د ایران د فوځ د اطلاع رسونې د راپور سره سم، د ایران د فوځ لوی قومندان جنرال سید عبدالرحیم موسوی د دوشنبې په ورځ د لنګې بندر د هوایي ضد سیسټمونو له ګروپ په دریو ټاپوګانو کې د ځای پر ځای شوي سازوسامان نه په لیدنه کې د فوځي واحدونو اوپراتیوي وړتیاوې وڅېړلې.
په دغه لیدنه کې په جنوب ختیځ کې د هوایي ضد د سیسټمونو قومندان محمد رضا زینالي او په هرمزګان ولایت کې د فوځي ځواکونو قومندان آریا شفقت رودسري هم حضور درلودل.
ټیګونه