د افغانستان اسعاري زیرمې زیاتې شوې دي
Jan 27, 2021 11:49 Asia/Kabul
د افغانستان د بهرنیو اسعارو خالصې ذخیرې له ۷ میلیارډ، ۹۹۴ میلیون او ۴۶ زرو ډالرو څخه ۸ میلیارډ ۱۸۸ میلیون او ۴۲ زره ډالرو ته رسیدلې دي
د افغانستان د بهرنیو اسعارو خالصې ذخیرې له ۷ میلیارډ، ۹۹۴ میلیون او ۴۶ زرو ډالرو څخه ۸ میلیارډ ۱۸۸ میلیون او ۴۲ زره ډالرو ته رسیدلې دي
د افغانستان بانک د بانکي څارنې د برخې مشر نثار احمد یوسفزی د دې خبر په اعلانولو سره وویل: د افغانستان بانک د شاخص د قیمت د ثبات په موخه د ۱۳۹۹ مالي کال له پیل څخه تقریباً ۲.۰۹ میلیارډ ډالر د بولۍ یا مزایدې د پروسې له لارې پلورل شوي دي.
د افغانستان دغه بانکي چارواکي زیاته کړه چې د روان ۹۹ مالي کال له پیل څخه د امریکايي ډالر په وړاندې د افغاني پیسو د مبادلې نرخ ۱.۷۸ فیصده زیات شوی دی.
ټیګونه