طالبانو ته د اشرف غنی غبرګون:
موقتې ادارې د خلګو د ویني تویېدو سبب شوې
د افغانستان ولسمشر د طالبانو له خوا اشرف غني ته د استعفا او د موقتي ادارې وړاندیز ته په غبرګون کې وایي چي موقتي ادارې تر مخکې هم د خلګو د وینو د توییدو سبب شوې او چاته د منلو نه دي.
د وسله والو طالبانو یو شمېر لوړپوړو غړیو له هغې ډلې د سیاسي ډلې مرستیال شېر محمدعباس ستانکزي په خپلو تازه څرګندونو کې ټینګار کړی چې اشرف غني دې واک پرېږدي او یوه موقته اداره رامینځ ته شي تر څو موږ سولي ته حاضر ته شو.
د افغانستان ولسمشر اسپین انسټیټوټ انلاین ناسته کې وویل: موږ تر دې مخکې هم موقت حکومتونه درلودل، د وینو په تویولو سر شول، کابل په ۱۹۹۲ کال کې د یوه مؤقت حکومت له خوا وران شو.
هغه د افغانستان کورني جګړو ته په اشارې سره زیاته کړه: یوه صدراعظم خپل ولسمشر بمباراوه او ولسمشر هم بېرته صدراعظم سره جنګېده. صدراعظم حکمتیار هېڅکله کابل ته رانه غی. موږ په مکه، هرات، چهاراسیاب او جلال اباد کې تړونونه درلودل مګر یوه هم کار ورنه کړ."
اشرف غنی ټینګار وکړ چې د سولې په مخکې خنډ نه دی ګرځېدلی، بلکې د افغانستان د اساسي قانون د پلي کولو لپاره مکلفه دی او په جمهوریت معامله نه شي کولای.