افغانستان، پاکستان او ازبکستان په تاشکند کې غونډه کوي
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په مشري یو پلاوی د سیمه ایز اتصال په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه تاشکند ته تللی دی.
یاده درې اړخیزه غونډه به د پیاوړتیا او د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا په هدف سره په تاشکند کې به د سې شنبې په ورځ د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د چارواکو په ګډون سره تر سره شي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، غونډه کې به پر اقتصادي مسایلو سربېره د سیمهییزو اړیکو او همکاریو پر پراختیا هم خبرې وشي.
ازبکستان او افغانستان ۱۳۰ کیلو متره ګډه پوله لري او دواړه هېوادونه د یوازني ځمکني بندر (حیرتان) له لارې د سوداګرۍ او ترانزیټ چارې مخته وړي.
پاکستاني رسنیو ویلي، د دغه هېواد لهخوا د صدراعظم عمران خان د سوداګرۍ او پانګونې سلاکار عبدالرزاق داوود په مشرۍ یو پلاوی دې غونډه کې برخه اخلي.