ناپېژانده وسلوالو د افغانستان په جنوبي ولایت کې یو دیني عالم وواژه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95946-ناپېژانده_وسلوالو_د_افغانستان_په_جنوبي_ولایت_کې_یو_دیني_عالم_وواژه
د کندهار ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، ناپېژانده وسلوالو د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یو دیني عالم وژلی دی.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Feb 01, 2021 04:17 Asia/Kabul
  • ناپېژانده وسلوالو د افغانستان په جنوبي ولایت کې یو دیني عالم وواژه

د کندهار ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، ناپېژانده وسلوالو د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یو دیني عالم وژلی دی.

په کندهار کې د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزي خبریالانو ته وویل، نامعلومه وسله والو د ملا عبدالباري په نوم يو تن چې ديني مدرسه يې هم لرله، په خپل کور کې وژلی دی.

هغه زیاته کړې چي د پېښې انګېزه معلومه نه ده خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړي دي.

دا په داسي حال کې دی چي تر دې مخکې هم په افغانستان کې یو شمېر وتلي دیني عالمان د نامعلومو وسله والو له لوري په نښه شوي دي.