د افغانستان په پلازمینه کابل کې دووه چاودنې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95998-د_افغانستان_په_پلازمینه_کابل_کې_دووه_چاودنې
امنیتي چارواکي وايي، د یادو ماین چاودنو له امله دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 02, 2021 09:00 Asia/Kabul
  • د افغانستان په پلازمینه کابل کې دووه چاودنې

امنیتي چارواکي وايي، د یادو ماین چاودنو له امله دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان رسنۍ وایي: د افغانستان د پلازمینې ښار د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، لومړۍ چاودنه نن سې شنبه فبرورۍ دوهمه ( سلواغې ۱۴) سهار څه باندې اووه بجې د کابل ښار د دوهمې ناحیې په (جو شیر) سیمه کې پر یو (افرست) موټر شوې ده.
پولیس وايي، په دغه چاودنه کې دوه امنیتي ځواکونه ټپيان شوي دي.
د فرامرز په وینا دوهمه چاودنه تر هغه وروسته د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په (سلیم کاروان) سیمه کې د ملکي کسانو پر یو فرونر موټر شوې ده.