د افغانستان په پایتخت کې د جمعیت اصلاح ټولنې مشر ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96000-د_افغانستان_په_پایتخت_کې_د_جمعیت_اصلاح_ټولنې_مشر_ووژل_شو
په افغانستان کې د جمعیت اصلاح ټولنې غړو ویلي چې د (سلیم کاروان) سیمې په چاودنه کې د جمعیت اصلاح ټولنې د مرکزي دفتر رئیس داکتر محمد عاطف هم وژل شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 02, 2021 09:57 Asia/Kabul
  • د افغانستان په پایتخت کې د جمعیت اصلاح ټولنې مشر ووژل شو

په افغانستان کې د جمعیت اصلاح ټولنې غړو ویلي چې د (سلیم کاروان) سیمې په چاودنه کې د جمعیت اصلاح ټولنې د مرکزي دفتر رئیس داکتر محمد عاطف هم وژل شوی دی.

د افغان غږ خبري آژانس په وینا، په افغانستان کې د جمعیت اصلاح ټولنې غړو ویلي چې د (سلیم کاروان) سیمې په چاودنه کې د جمعیت اصلاح ټولنې د مرکزي دفتر رئیس داکتر محمد عاطف هم وژل شوی دی.

وسله والو طالبانو په یوه بیان کې د جمعیت اصلاح ټولنې د مشر پر وژل کېدو خواشیني ښودلې او ویلي دي چې دوی پر عالمانو، خبریالانو، سیاسي او ټولنیزو شخصیتونه بریدونه غندي.
بلې وسله والې ډلې هم تر دا مهاله د دغو چاودنو مسؤلیت نه دی منلی.
پرون دوشنبه هم په کابل ښار کې د دوو چسپکي ماین چاودنو له امله دوه کسان وژل شوي و او یو بل تن ټپي شوی و.