په ارزګان کې دافغان ځواکونو پر بیس موټربم برید شوی دی
د ارزګان سیمه ایز چارواکي په دې ولایت کښې د افغان ځواکونو پر یوه بیس د موټربم برید د ترسره کیدو خبر ورکوي.
د ارزګان سیمه ایز چارواکي په دې ولایت کښې د افغان ځواکونو پر یوه بیس د موټربم برید د ترسره کیدو خبر ورکوي.
له سیمې زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې دارزګان ولایت والي عمر شیرزاد وایي چې تیره شپه (۲:۳۰) بجې د دې ولایت د چنارک په سیمه کښې د اردو او پولیسو پر یوه بیز باندې د وسله والو مخالفینو له خوا موټربم حمله ترسره شوه چې له امله یې (۶) تنو افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته.
ښاغلي عمر شیرزاد بریدګر د افغانستان دښمنان وبلل. د حملې پړه لا چا نه ده منلې او وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه تنه ځان مرګي بریدګر بیا د ننګرهار ولایت په (نازیان) ولسوالۍ کې دچارواکو په وینا موخې ته له رسیدو وړاندې ووژل شول.