ننګرهار کښې دوه ځانمرګي بریدګر موخې ته له رسیدو وړاندی ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96034-ننګرهار_کښې_دوه_ځانمرګي_بریدګر_موخې_ته_له_رسیدو_وړاندی_ووژل_شول
ختیځ ولایت ننګرهار کښې د ځانمرګي برید مخه نیول شوې ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 03, 2021 08:12 Asia/Kabul
  • ننګرهار کښې دوه ځانمرګي بریدګر موخې ته له رسیدو وړاندی ووژل شول

ختیځ ولایت ننګرهار کښې د ځانمرګي برید مخه نیول شوې ده

له جلال آباده زمونږ خبریال خبر راکړی چې د ننګرهار والی ضیاءالحق امرخیل وایي تیره شپه دوه تنه ځانمرګي بریدګر چی غوښتل یې د دغه ولایت د نازیانو په ولسوالۍ کښې د سیمه ییزو پاڅونوالو قرارګاه ته ننوځي او ځانته چاودنه ورکړي چې موخې ته له رسیدو مخکښې د پاڅونوالو له لورې وپیژندل شول او ووژل شول.

Image Caption

د ننکرهار والی وویل: بریدګرو چې په طالبانو پورې تړاو لري له وژل کیدو وړاندې یې په ځان پورې تړلي چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه خو چاته په کښې زیان نه دی رسیدلی.

 وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.