د بلخ او غزني تاریخي ځایونه بیارغول کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96048-د_بلخ_او_غزني_تاریخي_ځایونه_بیارغول_کیږي
افغانستان د بلخ او غزني ولایتونو د تاریخي ودانیو د بیارغاونې لپاره له ګاونډي هیوادونو مرسته وغوښتله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 03, 2021 14:09 Asia/Kabul
  • د بلخ او غزني تاریخي ځایونه بیارغول کیږي

افغانستان د بلخ او غزني ولایتونو د تاریخي ودانیو د بیارغاونې لپاره له ګاونډي هیوادونو مرسته وغوښتله.

افغانستان د بلخ او غزني ولایتونو د تاریخي ودانیو د بیارغاونې لپاره له ګاونډي هیوادونو مرسته وغوښتله.

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور مشر وویل چې د افغانستان د ولسمشر په حکم په بلخ ولایت کښې د مشهور فارسي شاعر او عارف مولانا جلال الدین محمد بلخي د پلار بهاءالدین ولد او په غزني کښې د ابوریحاني بیروني مزار بیارغول کیږي.

مطیع الرحمان کریمي وايي، له مزار شریف سره نزدې د مولانا د پلار د خانقاه او په غزني کښې د ابوریحان بیروني د مقبرو په بیارغونې سره، د خلکو د کار روزګار د زمینې پر برابریدو سربیره، هغو ته د سیلانیانو پام هم اوړي.