قندهار کښې څلور بم اېښودونکي طالبان ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96064-قندهار_کښې_څلور_بم_اېښودونکي_طالبان_ووژل_شول
د افغانستان په قندهار ولايت کښې د افغان فوځ په هوائي حمله کښې څلور بم اېښودونکي طالبان ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 04, 2021 02:30 Asia/Kabul
  • قندهار کښې څلور بم اېښودونکي طالبان ووژل شول

د افغانستان په قندهار ولايت کښې د افغان فوځ په هوائي حمله کښې څلور بم اېښودونکي طالبان ووژل شول.

له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان  د دفاع وزارت پرون وويل د قندهار په ارغنداب ولسوالۍ کښې د طالب ډلې يو بم اېښودل شوے موټر د افغان فوځ  په هوائي حمله کښې تباه شو او پکښې څلور سوارۀ طالب ځواکونه ووژل شول.

د افغانستان د دفاع د وزارت په بيانيه کښې راغلي دي چې دغو طالب ځواکونو غوښتل دغه بم اېښودل شوے موټر په ارغنداب ولسوالۍ کښې وچوي چې د امنيتي ځواکونو په موقع حملې سره له دغې خونړۍ چاودنې څخه مخنيوےاوشو.