د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان ته د کورونا ۳ملیونه دوزه واکسین ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96078-د_روغتیا_نړیوال_سازمان_افغانستان_ته_د_کورونا_۳ملیونه_دوزه_واکسین_ورکوي
د روغتیا نړیوال سازمان د چهارشنبې ورځ یو شمېر هېوادونو ته د کورونا واکسین د وېش لپاره یو اټکلیز لېست خپور کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 04, 2021 10:00 Asia/Kabul
  • د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان ته د کورونا ۳ملیونه دوزه واکسین ورکوي

د روغتیا نړیوال سازمان د چهارشنبې ورځ یو شمېر هېوادونو ته د کورونا واکسین د وېش لپاره یو اټکلیز لېست خپور کړی دی.

د روغتیا د نړیوالي ادارې ویلي: د کورونا واکسین به د (کوواکس پرواګرام) له لارې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته ورکړل شي.

د کلید د راپور سره سم،  په دغه لېست کې د افغانستان لپاره په لومړي پړاو کې د کورونا وېروس ۳میلیونه ۲۴ زره دوزه واکسین ځانګړې شوی دی.

په ورته مهال پاکستان ته څه باندې ۱۷میلیونه دوزه واکسین په نظر کې نیول شوی دی.

دا اټکلیز لېست په دې هدف خپور شوی تر څو هېوادونه د کرونا واکسین د وېش لپاره چمتوالی ونیسي او منظم ډول یې عملي کړي.

روغتیایي څېړونکو باور دادی چې د کرونا واکسین یو دوز کولی شي چې اړوند کس ته د ۳میاشتو لپاره له کورونا وېروس څخه ۲۶سلنه خوندیتوب ترلاسه کړي.