ننګرهار کی دری تنه ماین خښوونکي ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96084-ننګرهار_کی_دری_تنه_ماین_خښوونکي_ووژل_شول
زموږ د خبریال د راپور سره سم، په ننګرهار کې درې تنه وسله وال په داسي حال کې د امنیتي ځواکونو له خوا په نښه شوی چي د سړک د غاړي ماینونه یې ښخول.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Feb 04, 2021 13:02 Asia/Kabul
  • ننګرهار کی دری تنه ماین خښوونکي ووژل شول

زموږ د خبریال د راپور سره سم، په ننګرهار کې درې تنه وسله وال په داسي حال کې د امنیتي ځواکونو له خوا په نښه شوی چي د سړک د غاړي ماینونه یې ښخول.

دننګرهار دوالي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي تیره شپه دوسله والو طالبانو دری تنو ماین خښوونکو چې غوښتل یی دشیرزادو په ولسوالۍ کې دامنیتي ځواکونو دتګ رانګ پر لار ماینونه ښخ کړي په هوایي برید کی ووژل شول.

دننګرهار دوالی ویاند په دغه ولسوالی کی دمخالفو وسله والو ډلو پر خلاف دپوځي عملیاتو د پېل خبر هم ورکړ هغه وویل په تیرو څلرویشت ساعتونو کی دیادی ولسوالی ډیری سیمی دمخالفینو له شتونه پاکی شوي او تر دا مهاله دیرش کړۍ ماینونه چی دمخالفینو له لوری دسرک په اوږدو کی ایښودل شوي و کشف او خنثی شول.

نوموړي وویل دا عملیات به د حصارک غلجایی ولسوالۍ ته هم وغزیږی او دمخالفینو له شتونه په پاکو شویو سیمو کی به د سیمه ییزو پاڅونوالو پوستې چی دسیمه ییزی اردو په چوکاټ کی تنظیم شوي ځای پر ځای شي  

بل پلو تیر ماښام دملي امنیت اداری دړه مارکوونکي او یو ملکي وګړی دجلال اباد ښار په دویمه ناحیه کی دسرک غاړی ماین دچاودنی له امله ټپیان شول دننګرهار دړالي ویاند وایي: چاودنه هغه مهال وشوه چی دملي امنیت کارمندان په یو شخصی کرولا مړټر کی له دفتره کور ته پر لاره و تراوسه ددی چاودنی مسولیت چا پرغاړه ندی اخیستی