په قندهار کښې ۶۲ طالبان ووژل شول
Feb 05, 2021 09:35 Asia/Kabul
د افغانستان د دفاع وزارت په قندهار ولایت کښې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې خبر ورکړ.
له دغه وزارت څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه کښې لیکل شوي چې طالبان تېره ورځ د قندهار په ارغنداب، پنجوایي او ډنډ ولسوالیو کښې راټول شوي وو او په افغان عسکرو یې د برید پلان جوړۀ.
خبرپاڼه زیاتوي چې د افغان عسکرو په ګډو عملیاتو او د هوائي ځواکونو د بریدونو په مهال ۶۲ طالبان ووژل شول او ۲۳ نور ژوبل شول.
سرچینه وایي، په دغو بریدونو کښې د هغوی دوه د پټېدو ځايونه او په ډېره کچه وسلې هم له منځه یوړل شوې.
همدارنګ په خبرپاڼه کښې د ۸۳ ماینونو شنډېدو خبر هم ورکړل شوے دے.
ټیګونه