په کابل کې چاودنه ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې
Feb 06, 2021 07:37 Asia/Kabul
افغان امنیتي چارواکې د کابل د ښار په دویمه ناحیه کې د چاودنې خبر ورکوي.
په کابل کې د پولیسو ویاند فردوس فرامرز افغان رسنیو ته وویل، نن سهار نهه بجې او ۱۴ دقیقې د کابل ښار په دویمه ناحیه کې په یو دوکان کې چاودنه وشوه.
د ده په خبره، په پېښه کې د درېیو هندوانو په ګډون شپږ ملکي وګړي ټپیان شوي.
فرامرز زیاتوي چې تر اوسه د پېښې نوعیت نه دی څرګند او په دې اړه د پولیسو څېړنې روانې دي.
د چاودنې مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
تر دې وړاندې هم په کابل کې هندوان او سیکان د داعش د ترهګري ډلي له خوا په نښه شوې وه.
ټیګونه