د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی ترکمنستان ته تللی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96154-د_ملابرادر_په_مشرۍ_د_طالبانو_پلاوی_ترکمنستان_ته_تللی
روسیې ته تر سفر وروسته د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ترکمنستان هېواد ته تللی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 06, 2021 07:50 Asia/Kabul
  • د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی ترکمنستان ته تللی

روسیې ته تر سفر وروسته د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ترکمنستان هېواد ته تللی دی.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک رسنیو ته ویلي چې دغه سفر د ترکمنستان هېواد په رسمي بلنه ترسره شوی دی.

د وردک په وېنا طالب پلاوی به د ترکمنستان له لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان او دغه هېواد تر منځ پر سوداګریزو اړیکو، سیاسي پرمختګونو او نورو اړوند مسایلو بحثونه ترسره کړي.

طالبان پر داسې مهال یاد سفرونه کوي چې په دوحه کې د سولې په هدف د مرکچي پلاویو تر منځ خبرې په ټپه درېدلې دي.