په کابل کې په یوه ورځ کې دوې چاودنې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96156-په_کابل_کې_په_یوه_ورځ_کې_دوې_چاودنې
افغان امنیتي چارواکو اعلان وکړ چي په کابل کې د پولیسو پر یو موټر چاودنه شوې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 06, 2021 09:29 Asia/Kabul
  • په کابل کې په یوه ورځ کې دوې چاودنې

افغان امنیتي چارواکو اعلان وکړ چي په کابل کې د پولیسو پر یو موټر چاودنه شوې.

په کابل کې د پولیسو ویاند فردوس فرامرز افغان رسنیو ته وویل چې نن تر غرمې وړاندې ۱۰ بجې او ۴۱ دقیقې د کابل ښار د ۱۱ مې ناحیې اړوند د خیرخانې د لومړۍ حصې په ګولاي سیمه کې پر یو رنجر موټر چاودنه وشوه، چې یو پولیس پکښې وژل شوی دی.

نن سهار یوه بله چاودنه هم د کابل په ښار کې د هندوانو پر دوکان شوې وه چي شپږو ولسي وګړو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

د چاودنې مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

تر دې وړاندې هم په کابل ښار کې هدفي بریدونو او چاودنو کې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.