د مشرانو جرګې درې سناتوران په لس لس کاله بند محکوم شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96198-د_مشرانو_جرګې_درې_سناتوران_په_لس_لس_کاله_بند_محکوم_شول
تاند خبري سایت لیکلي چې د افغانستان لویه څارنوالي وایي، له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز لومړۍ محکمې د مشرانو جرګې درې غړي، د ۴۰ زره ډالرو رشوت اخستلو په تور په ۱۰کاله او یو میاشت بند محکوم کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 07, 2021 04:37 Asia/Kabul
  • د مشرانو جرګې درې سناتوران په لس لس کاله بند محکوم شول

تاند خبري سایت لیکلي چې د افغانستان لویه څارنوالي وایي، له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز لومړۍ محکمې د مشرانو جرګې درې غړي، د ۴۰ زره ډالرو رشوت اخستلو په تور په ۱۰کاله او یو میاشت بند محکوم کړل.

تاند خبري سایت لیکلي چې د افغانستان لویه څارنوالي وایي، له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز لومړۍ محکمې د مشرانو جرګې درې غړي، د ۴۰ زره ډالرو رشوت اخستلو په تور په ۱۰کاله او یو میاشت بند محکوم کړل.

د افغانستان لویې څارنوالۍ پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د مشرانو جرګې درې سناتوران لیاقت الله بابکرخیل، محمد انور باشلیق او عضیم قویاش د ۴۰ زره امریکایي ډالرو بډې اخیستو په تړاو چې څه موده وړاندې د عدلي او قضایي ارګانونو له خوا بلخ ولایت کې نیول شوي وو نن محکمې هر یو په لس لس کاله او یوې میاشتې نتفیذي بند محکوم کړل.

د لویې څارنوالي خبرپاڼه دغه راز زیاتوي، په بند محکوم شوي سناتوران مکلف دي چې یاد ۴۰ زره ډالر هم بېرته تسلیم کړي.

یاد سناتوران څه موده وړاندې د حیرتان بندر د ارزونې په موخه بلخ ته تللي وو څو د فساد په اړه څېړنې وکړي، خو خپله د ۴۰ زره ډالره رشوت اخیستو په تور ونیول شول.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې د افغان حکومت له لوري فساد سره مبارزه ګړندۍ شوې او دې برخه کې د دا ډول لاسته راوړنو خبرونه هم ورکول کیږي.