په افغانستان کې د سولي د لړۍ څخه د ایران ملاتړ
په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر وویل: ایران په افغانستان کې د سولي له بهیر څخه ملاتړ کوي.
په افغانستان کې د ایران سفیر بهادر امینیان د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال میرویس ناب سره په لیدنه کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالو زیاتېدو ته په اشارې سره په سیمه کې د افغانستان د سولي په بهیر کې د اجماع له راوستلو څخه د ایران په ملاتړ او رول لوبونې باندې ټینګار وکړ.
امینیان په افغانستان کې له تاوتریخوالو څخه د اندیښنې په ښودلو سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت له اوربند او د افغانستان د شل کلن لاسته راوړنو څخه ملاتړ کوي.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران تر مینځ د همکاریو د سند د بشپړه کېدو، د اقتصادي او پوهنیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړې.
د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کې له اساسي قانون او د جمهوریت له نظام څخه تل ملاتړ کړي او د حکومتونو تر مینځ اړیکې د خپل سیاست لومړیتوب ګرځولی دی.