د افغانستان په لوېدیځه کې موټر بم چاودنه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96370-د_افغانستان_په_لوېدیځه_کې_موټر_بم_چاودنه_شوې
د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په (جوی غازي) سیمه کې تېره شپه یوه موټر بم چاودنه شوې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 11, 2021 09:06 Asia/Kabul
  • د افغانستان په لوېدیځه کې موټر بم چاودنه شوې

د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په (جوی غازي) سیمه کې تېره شپه یوه موټر بم چاودنه شوې ده.

د هرات والي عبدالوحید قتالي رسنیو ته وویل: له چاودېدونکو توکو ډک موټر د افغانستان د فوځ یوې پوستې ته له رسېدو مخکې چاودېدلی او چا ته‌یې مرګ‌ژوبله نه‌ده اړولې.

د هرات والي د دې چاودنې پړه په طالبانو اچوي خو دغه ډله تر دې دمه څه نه دي ویلي.

همدارنګه د هرات په اوبې ولسوالۍ کې بیا د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې راپورونه ورکړل شوي.