د کابل په ښار کې نن دویمه چاودنه
Feb 18, 2021 10:03 Asia/Kabul
د کابل د امنیتي ادارې ویندوي فردوس فرامرز وویل: نن تر غرمې وړاندې ۱۱ بجې او ۲۵ دقیقې د درېیمې ناحیې اړوند د علي اباد روغتون ته نېږدې پر یو کرولا موټر هم ماین دویمه چاودنه شوې ده.
د کابل د امنیتي ادارې ویندوي فردوس فرامرز وویل: نن تر غرمې وړاندې ۱۱ بجې او ۲۵ دقیقې د درېیمې ناحیې اړوند د علي اباد روغتون ته نېږدې پر یو کرولا موټر هم ماین دویمه چاودنه شوې ده.
په دې پېښه کې یوازې یو تن وژل شوی او پېښه د پولیسو تر څېړنې لاندې ده.
ځینو سرچینو خبر ورکړۍ چې د کابل ښار د علي اباد روغتون ته نېږدې په نننۍ چاودنه کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد مبشر مسلمیار وژل شوی دی. خو د کابل امنیتي چارواکو یوازې دا پېښه تایید کړې ده.
ټیګونه