افغانستان کښې په پرونیو عملیاتو کښې ۳۱ تنه وژل شوي دي
د افغانستان د پوځ په تازه عملیاتو او له طالب وسله والو سره یې په نښتو کښې د دواړو لورو ۳۱ کسان ووژل شول
د افغانستان د پوځ په تازه عملیاتو او له طالب وسله والو سره یې په نښتو کښې د دواړو لورو ۳۱ کسان ووژل شول
د افغانستان دفاع وزارت پرون وویل چې په قندهار، ارزګان، فاریاب او پکتیکا ولایتونو کښې د طالب ډلې په سنګرونو باندې د افغانستان د پوځ په ځمکنیو او هوايي بریدونو کښې ۲۷ تنه طالبان وژل شوي او یوشمیر نور یې زخمي شوي دي.
د دغو عملیاتو په نتیجه کښې طالبانو هم ځوابي حملې وکړې او نښتې رامینځته شوې
هم داشان د افغانستان د زابل ولایت ځايي چارواکو پرون وویل چې څلور تنه افغان پوځیان د دغه ولایت په مرکز قلات ښار کښې د دوي په پوسټې باندې د طالبانو په حمله کښې وژل شوي او درې تنه نور زخمي شوي دي.
له بلې خوا د پلازمینې کابل د پولیسو قومندانۍ وویل: په کابل ښار کښې د پرون سهار د دریو ترهګرو چاودنو د مړو شمیر پنځو تنو ته رسیدلی دی.