په افغانستان کې دموقته حکومت د جوړیدا په باب دطالبانو منفي دریځ
محمد نعیم وردک یوه ټولنیز پیغام کې په افغانستان کې د امریکائي او ناټو ځ,اک له قوماندان جنرال سکاټ میلر او له زلمي خلیلزاد سره د طالبانو ډلې د مشر دسیاسی مرستیال ملاعبدالغني برادر او د دغې ډلې ډمرکچي ټيم د مشر عبدالحکیم حقاني د لیدوکاتو خبر ورکړی دی .
په قطر کې د طالبانو دسیاسی دفتر ویندوي د افغانستان د بحران دحل لپاره د موقتي حکومت د جوړیدا پلان رد کړ .
په قطر کې دطالبانو د سیاسی دفتر ویندوي محمد نعیم وردک په یولړ څرګندونو کې وئيلی دي ، دتیرو تراخو تجروبو دتکرارولو په ځاي دې هڅه وشي څو د افغانستان د سولې خبرې اترې چټکې شي،ځکه په تیرو څلویښتو کلونو کې موقته حکومتونو ددغه هیواد مشکلات حل کړي نه دي ، بلکې نوره ئې زیات کړي دي .
هغه همداراز په یوه ټولنیز پیغام کې په افغانستان کې د امریکائي او ناټو ځ,اک له قوماندان جنرال سکاټ میلر او له زلمي خلیلزاد سره د طالبانو ډلې د مشر دسیاسی مرستیال ملاعبدالغني برادر او د دغې ډلې ډمرکچي ټيم د مشر عبدالحکیم حقاني د لیدوکاتو خبر ورکړی دی .
نعیم وردک وئيلی دي ، په دغې غونډې کې دواړو لورو دقطر موافقې ته خپل ژمنتیا ښودلې او ددغې موافقې دبشپړ اجرا په باب ئې سره خبرې اترې کړي دي .
په دې باب په قطر کې د طالبانو ډلې د سیاسی د فتر د ویندوي دریځ چې موقته حکومت جوړیدا د افغانستان د بحران حل لاره نه ده ،په دې زمینې کې د امریکا دپلان دناکامۍ او په دغه هیواد کې د قدرت د انحصاري سلطې لپاره ددغې ډلې اصلی هدف نښه کیدلی شي .
په افغانستان کې د موقته حکومت دجوړیدا پلان په تیر یوه کال کې څو ځله د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد له خوا مطرح شوی دی ، چې دغه پلان په دغه هیواد کې له جدي مخالفتونو سره مخامخ شوی هم دی .
مخالفین ئې وائي ، په افغانستان کې د موقته حکومت دجوړیدا پلان ، ددغه هیواد له اساسی قانون سره په تضاد کې دی او د قدرت هرډول منتقلیدا دې عمومي راي ته د مراجعه کولو له لارې ترسره شي .
که څه هم د افغانستان ځيني جنجالي ډلې ټپلې او شخصیّتونه چې د اشرف غني د ولسمشرۍ د پړاؤ وارمخکې پاي ته رسیدل غواړي ، په دغه هیواد کې د موقته حکومت د جوړیدا له پلان سره پخُلا دي ،خو په افغانستان کې زیاتره شخصیّتونه او ګوندونه له دغه پلان سره مخالف دي .
د طالبانو ډلې د ویندوي دریځ چې ښئ دغه ډله دډيموکراټيک بهیر په چوکاټ کې د قدرت ډګر ته د واریدیدا دضرورتونو منلو ته حاضره نه ده او هڅه کوي د دوي د خوښې اسلامی امارات په عنوان سره دخپل حکومتي ماډل په چوکاټ کې،په په ا نحصاري توګه په افغانستان کې سیاسی قدرت په اختیار کې واخلي . په تیره بیا دا چې دطالبانو لوړپوړو چارواکو هم په کرتو په افغانستان کې د حمهوریت د اصل په ردولو سره ، په حکومت کې د ولس درول په نفي کولو کې پر خپل دریځ ټینګار کړی دی چې دا موضوع د جمهوریت د اصل پشمول د اساسی قانون او دهغه د حیاتي اصولو د له لاسه ورکولو په باب په دغه هیواد کې د جدي اندیښنو د رابرسیره کیدا سبب شوې ده .
له دې ورتیر چې په افغانستان کې د موقته حکومت د جوړیدا پلان، د طالبانو ډلې له منفي غبرګون سره مخامخ شوی ،خوپه دغه هیواد کې د سولې له موضوع سره د امریکا دحکومت د مخامخیدا انداز،په افغانستان کې د جنګ د ختمیدا او د ثبات د ټينګیدا په وړاندې دسپینې مانۍ د ورانکار او تیروتني سیاست ښودنه کوي .
دغه لیدتوګه شته چې له طالبانو ډلې سره د سولې دموافقې د لاسلیک کیدا او همداراز د موقته حکومت د جوړیدا دپلان د وړاندې کولو په چوکاټ کې چې د افغانستان له ملی حاکمیّت او ددغه هیواد له اساسی قانون سره په بشپړ تضاد کې دي ، په مختلفو اړخونو کې د افغانستان په وړاندې د امریکا د حکومت سټراټژي ، لامل شوې څو دسولې موضوع او له دې موضو ع سره اړونده د خبرواترو بهیر له بندون سره مخامخ شي .
د افغانستان له حکومت سره له غږملتیا پرته ددرستو طالب بندیانو خوشي کیدا ته دامریکا ژمنتیا، چې اشرف غني په همداوروستیو کې ددغې ژمنې اجرا، د امریکا ددباؤ له امله بللې ، دافغانستان په چارو کې د دغه هیواد ورانونکي او ویجاړونکي لاسوهنې دي ، چې دسولې په خبرواترو کې د طالبانو ډلې د زیات غوښتنې لاملونه ئې برابر کړی دي .
په دغه شان شرائطو کې داسې ښکاري،د افغانستان دسولې په بهیر کې له اوسني بندونه د وتلو یوازینۍلاره،په دغه ډګر کې د امریکا د لاسوهنو ددریدا او له طالبانو ډلې سره پر خبرواترو د حاکمیّت په اعمالولو کې د افغانستان د حکومت له پیاوړي کولو سره مرسته ده .