ننګرهار کی چاودنې اتو تنو ملکی وګړوته مرګ ژوبله واړوله
له سیمې زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې دغه چاودنه غرمه مهال د جلال اباد ښار پنځمې ناحیی اړوندکابل هډۍ ته څیرمه شویده .
له سیمې زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې دغه چاودنه غرمه مهال د جلال اباد ښار پنځمې ناحیی اړوندکابل هډۍ ته څیرمه شویده .
عینی شاهدان وایي د سړک پر غاړه له وړاندې ایښودل شوي چاودیدونکي توکیو هغه مهال چاودنه وکړه چې د ملکي وګړو یو کرولا موټر له سیمې ته د تیریدو په حال کې و. شاهدان وایي په چاودنه د کرولا موټر چلوونکی او یو بل ماشوم چې خر ګاډې یې چلاوه وژل شوي او څلور تنه نور ژوبل شوي دي.
خو تر اوسه د وژل شویو او ټپیانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
خو ځینی عینی شاهدان بیا د ټپیانو شمیر شپږ تنه یادوي. دروغتون چارواکو د دوو مړو جسدونواو څلورو ټپيانو د وروړلو خبر تایید کړی دی خو ولایتي ادارې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د دولت مخالفو وسله والو ډلو هم د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.
نن سهار مهال هم د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې شوي چاودنې دملي امنیت ادارې یو کارکوونکی ټپی کړی او موټر یی زیانمن کړی.