د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر نوي ډیلي ته ولاړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97922-د_افغانستان_د_بهرنیو_چارو_وزیر_نوي_ډیلي_ته_ولاړ
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د یو پلاوي په مشرۍ نن سهار نوي ډیلي ته روان شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 22, 2021 10:17 Asia/Kabul
  • د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر نوي ډیلي ته ولاړ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د یو پلاوي په مشرۍ نن سهار نوي ډیلي ته روان شو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ، چي اتمر د کابل او ډیلي تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو او د افغان سولې په تړاو د سیمه‌ییزې اجماع پیاوړتیا په موخه هندوستان ته تللی دی.

له اعلامیې سره سم، اتمر به د دغه درې ورځني سفر پر مهال د هندوستان د بهرنیو چارو له وزیر ایس جي شنکر او د یاد هېواد له نورو لوړپوړو امنیتي چارواکو سره پر اړوند موضوعاتو بحث وکړي.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې نوموړی به په هند کې له افغان محصلینو، سوداګرو او په دغه هېواد کې له مېشتو افغانانو سره کتنې ولري.

دا په داسي حال کې دی چي د افغانستان د سولي په مساله کې د هندوستان رول لوبونه د پاکستان لپاره د منلو نه دی لیکن هندوستان له افغان حکومت څخه ملاتړ کوي او کابل سره نږدې اړیکي لري.