د حقاني شبکې د لویو بریدونو پلانوونکی ونیوی شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98542-د_حقاني_شبکې_د_لویو_بریدونو_پلانوونکی_ونیوی_شو
د افغانستان له ملي امنیت ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ملي امنیت ځواکونو په کابل کې د حقاني شبکې د بریدونو طرحه کوونکی نیولی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 06, 2021 02:16 Asia/Kabul
  • د حقاني شبکې د لویو بریدونو پلانوونکی ونیوی شو

د افغانستان له ملي امنیت ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ملي امنیت ځواکونو په کابل کې د حقاني شبکې د بریدونو طرحه کوونکی نیولی.

د افغانستان له ملي امنیت ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ملي امنیت ځواکونو په کابل کې د حقاني شبکې د بریدونو طرحه کوونکی نیولی.

تاند خبري سایټ د سرچینې په حواله لیکلي چې نیول شوی کس عبیدالله نومیږي او په بلال، فاروق او ابراهیم هم مشهور و، چې د ولسمشر د لومړي مرستیال پر دفتر یې د برید کولو طرحه هم جوړه کړې وه.

د سرچینې په حواله نیول شوي کس په ۱۳۹۶ کال کې د پېښور حقانیه مدرسه کې زدکړې کړي او له هغې وروسته د کویټې شورا ته تللی و، چې هلته یې افغانستان  کې د ځانمرګي برید لپاره چمتووالی ښودلی و.

 د معلوماتو له مخې نوموړي ته دنده سپارل شوې وه، چې په عبدالجبار قهرمان برید ترسره کړي؛ خو د قهرمان له مړینې وروسته یې ماموریت لغوه شو، چې بېرته ورته پېښور کې د مولوي نیک محمد له لوري، د ولسمشر پر لومړي مرستیال امرالله صالح د برید مسؤلیت ورکړل شو.

سرچینې زیاته کړې چې یاد کس په وروستیو کې پلان درلود چې په مدني فعالي سیلۍ غفاري ځانمرګی برید وکړې چې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ونیول شو.

د یادونې ده چې د امرالله صالح په دفتر وسله واله حمله د ۱۳۹۸ لمریز کال د زمري د میاشتې په شپږمه شوې وه چې له امله يې نږدې شل کسه ووژل شول او له پنځوسو ډېر ټپیان شول.

که څه هم هغه مهال د یادې حملې مسولیت کومې وسله والې ډلې نه وو منلی خو صالح يې پړه پر طالبانو اچولې وه.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.