جلال آباد کښې چاودنې د لسګونو کسانو وینه وبهوله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98586-جلال_آباد_کښې_چاودنې_د_لسګونو_کسانو_وینه_وبهوله
د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کښې د سړک غاړې چاودنې شلو تنو ته مرګ ژوبله واړوله
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 07, 2021 07:08 Asia/Kabul

د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کښې د سړک غاړې چاودنې شلو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کښې د سړک غاړې چاودنې شلو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې دا چاودنه سهار خواوشاه شپږ بجې د جلال اباد ښار دویمې ناحیې اړوند لغمان هډې او د ښار تر ټولو د ګڼې ګوڼې ډکې سیمې کې هغه مهال وشوه چې د پولیسو یو رینجر موټر له سیمې د تیریدو په حال کې و.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼی وایي په دې چاودنه کې یو پولیس او درې ملکي وګړي ژوبل شوي چې د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوي دي خو په روغتون کښې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلی چې له دې چاودنې دوه مړي او اتلیس تنه ټپیان روغتون ته وروړل شوي چې په ټپیانو کې درې پولیس هم شامل دي.

په سیمه کې عینی شاهدانو ویلي چې د چاودنې له امله د پولیسو یو رینجر او د ملکي وګړو څو موټرې ویجاړې شوې او دغه راز د چاودونې د ځای د خواوشاه مارکیټونو هندارې هم ماتې شوې دي.

د چاودنې دا ځاې له دې وړاندې هم د څو ورته پېښو شاهد و.

تر اوسه د دې چاودنې پړه چا په غاړه نه ده اخیستې.