په روژې مبارکې میاشت کښې جنګ ثواب لري
ایرنا خبري اژانس وايي طالبانو ډلې په روژې مبارکې میاشت کښې د اوربند لپاره د افغانستان د حکومت او د مسلمانو علماو د نړیوالې اتحادیې غوښتنې ته په ځواب کښې وویل په روژې مبارکې میاشت کښې جګړه ثواب لري .
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان له «هشت صبح» ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل جنګ رمضان یا غیر رمضان میاشت نلري او دغه ډله د افغانستان د امنیتي ځواکونو پرضد خپلې مبارزې ته دوام ورکوي .
ذبیح الله مجاهد وویل په روژې مبارکې میاشت کښې جهاد زیات ثواب لري او په همدې دلیل دغه ډلې خپلو هدفونو ته د رسیدا لپاره له جنګ څخه لاس نه اخلي .
هغه ادعا وکړه حاضردمه په هیواد کښې تاوتریخوالي د تیر وخت په نسبت کم شوي دي .
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د روژې میاشتې په خاطر او د هیواد ملت ته د امبارکۍ په ترڅ کښې په طالبانو غږ وکړ چې د دغه میاشتې د احترام په وجه جنګ پاې ته ورسوي او اوربند اعلان کړي .
له اشرف غني وروسته د مسلمانو علماو نړیوالې اتحادیې هم د افغانستان دجنګ په حرام بللو سره په طالبانو غږ وکړ چې د روژې میاشتې په احترام له جنګه لاس واخلي او اوربند اعلان کړي .