افغانستان کښې ۹ نور طالبان ووژل شول
Apr 16, 2021 03:02 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
د یو قومندان په شمول د طالب ډلې ۹ غړي د افغانستان په شمال کښې د دغه هیواد د پوځ په هوايي برید کښې ووژل شول
د یو قومندان په شمول د طالب ډلې ۹ غړي د افغانستان په شمال کښې د دغه هیواد د پوځ په هوايي برید کښې ووژل شول
د افغانستان د پوځ قومندانۍ پرون وویل چې دغه هوايي برید بلخ ښار ته نزدې شوی دی او په کښې ۹ طالبان مړه او ۵ نور زخمي شوي دي.
په دې حمله کښې د طالبانو وژل شوي قومندان اجمل ماشک وړمه ورځ د بلخ ولایت په یو کلي کښې دوه افغان ملکي وګړي وژلي وو.
په عین حال کښې په ولسي جرګه کښې د شمالي ولایت سرپُل استازو د دغه ولایت په سوزمه قلا ولسوالۍ کښې د طالبانو د محاصرې له امله د امنیتي حالاتو له خرابیدو اندیښنه وښودله او ویې ویل: په دې ولسوالۍ کښې د انساني غمیزې د رامینځته کیدو احتمال شته دی.
ټیګونه