محمد اشرف غني:
افغانستان له دړې وړې کېدو سره نه دے مخامخ
افغان ولسمشر په يو آنلائن بحث کښې تاکيد وکړ چې هېواديې له دړې وړې کېدو سره نه دے مخامخ.
د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې اشرف غني چې په نظامي ګنجوي نړيوال مرکز کښې په يو آنلائن بحث کښې چې باکو ښار کښې د آذربائيجان جمهوريت په نوښت سره جوړ شوے ؤ د صلحې بهير، له افغانستانه د امريکائي او نېټو نيواکګرو ځواکونو د وتلو فېصله، د سيمه ايزو ملګرتياو او نورو مسائلو په اړه يې خبرې کولې وويل: د افغان مېرمنو مشارکت په ټولو سطحو کښې زيات شوے او اوس هم هغوي خپل استازيتوب کوي.
اشرف غني پرون هم په کابل کښې د امريکې له خارجه وزير آنتوني بلېنکن سره په کتنه کښې له افغانستانه د بهرنيو نيواکګرو ځواکونو د وتلو په هرکلي سره تاکيد وکړ، افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو وښودله چې په يوازې ځان له خپلو هېواد څخه د دفاع قابليت لري.
د افغانستان د ملي مصالحتي عالي شورا مشر عبدا... عبدا... هم د امريکې له خارجه وزير سره په کتنه کښې له خپل هېواده د امريکائي فوځيانو له وتلو هرکلے وکړ.
کارپېژاندي هم په دې باوري دي چې د تېرو څو کلونو تجربې وښودله چې له پرديو سره وابستګي او ورباندې اعتماد او بهروسه مشکلات نه شي هوارولې بلکه د بحران د زياتېدو سبب دي او صلحې، ثبات او ارامښت ته د رسېدو لار لا زياته ګرانه او پېچلې کوي.