طالبان:
د بهرنیو سرتېرو وتلو ځنډ د دوحې له هوکړې ښکاره سرغړونه ده
طالبانو د پنجشنبې په ورځ د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې د بهرنیو سرتېرو د وتلو ځنډ په غبرګون کې ویلي، د بهرنیو ځواکونو ایستلو په بهیر کې څو میاشتنی ځنډ د دوحې له هوکړې ښکاره سرغړونه ده.
د پرس ټي وي له راپور سره سم، د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکې د ولسمشر خبرو ته په غبرګون کې وویل: د سولي د تړون له مخي امریکا باید په ټاکل شوې موده کې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي، په سپټمبر کې د امریکایي ځواکونو د وتلو فیصله له نړیوالو اصولو څخه د خلافورزۍ په معنا ده چي د سولي په بهیر اغېز پرې باسي.
د طالبانو ویاند وویل: په افغانستان کې تر دوبي پوري د امریکې په فوځي شتون باندې د دې هیواد د ولسمشر ټینګار ټوله نړۍ ته ور وښودله چي امریکا هیڅ یوې موافقې ته پایبنده نه پاتي کیږي چي دا د شرم خبره ده.
هغه زیاته کړه چي د افغانستان ولس ۲۰ کاله کیږي چي د تیری کوونکو په وړاندې مبارزه کوي، هغوی پردیو ته اجازه نه ورکوي چي د افغانستان د برخلیک په اړه فیصله وکړي.
وردک وویل د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د بې پیلوتو الوتکو د بریدونو په دوام سره دغه ډله چوپه خوله نه شي پاته کېدای.
هغه همدارنګه د ترکیې د ناستي په اړه وویل: تر کومه چي بهرني ځواکونه له افغانستان څخه نه وي وتلي طالبان به په هیڅ ډول ناسته کې ګډون و نه کړي.
د طالبانو ویاند د افغانستان د مصالحې د شورا طرحي ته په اشارې سره وویل: هر یوه طرحه چي وي باید د افغانستان د ملي ګټو په اساس جوړه شوي وي نه دا چي یوازې د ځینو خاصو ډلو د ګټو په لړ کې طرحه شوې وي.