په افغانستان کې څه دپاسه لس زره بهرني عسکر موجود دي
د افغانستان زیاتره مسئولان،سیاستوالان، مدني اوټولنیز فعالان او خلک په دې اند دي چې د دوي په هیواد کې د بهرنیو عسکرو په دیره کیدا سره نه یوازې ترهه ګري ختمه شوي نه ده ،بلکې لاپراخه شوي او دغه دغه را د نشه ایزو توکو دبرابریدو او ویشل کیدا او د نورو مشکلاتو او ستونزو په پراختیا کې همدغه بهرني ترهه ګر پوځیان او قوماندانان بشپړ لاس لري .
د ترکیې آناتولي خبری آژانس د پوځي سرچینو له قوله راپور ورکړی ،په افغانستان کې د ناټو ځواک په قوماندانۍ کې د نړۍ د ۳۶هیوادونو کابو لس زره پوځیان دیره دي چې امریکا په دوه نیم زره پوځیانو په درلودلو سره ددغو هیوادونو دلیسټ په سر کې ده .
ددغه راپور په اساس ،په امریکا پسې ، جرمني د افغانستان په شمال کې په یوزر درې سوه پوځیانو په دیره کولو سره په دوهم او ایټالیا هم د افغانستان په لویدیځ کې د کابو نهه سوه پوځیانو په دیره کولو سره په دریم لمبر ده .
ټاکل شوې ده ، د امریکا دحکومت د اعلان په اساس ، د راتلونکی ستمبر پورې درست بهرنی عسکر له افغانستانه ووځي .
په عین حال کې د افغانستان زیاتره مسئولان،سیاستوالان، مدني اوټولنیز فعالان او خلک په دې اند دي چې د دوي په هیواد کې د بهرنیو عسکرو په دیره کیدا سره نه یوازې ترهه ګري ختمه شوي نه ده ،بلکې لاپراخه شوي او دغه دغه را د نشه ایزو توکو دبرابریدو او ویشل کیدا او د نورو مشکلاتو او ستونزو په پراختیا کې همدغه بهرني ترهه ګر پوځیان او قوماندانان بشپړ لاس لري .