افغانستان کښې د نشه يي توکو قاچاقچیان نیول شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99146-افغانستان_کښې_د_نشه_يي_توکو_قاچاقچیان_نیول_شوي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان دکورنیو چارو وزارت خبر پاڼه وایي چې په کابل کې د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر او په بلخ کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوایي ډګرونو کې پولیسو (۶) شپږ تنه د نشه یي توکو د(هیرویینو) د قاچاق په تړاو نیولي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 19, 2021 07:36 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د نشه يي توکو قاچاقچیان نیول شوي

زمونږ خبریال وايي د افغانستان دکورنیو چارو وزارت خبر پاڼه وایي چې په کابل کې د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر او په بلخ کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوایي ډګرونو کې پولیسو (۶) شپږ تنه د نشه یي توکو د(هیرویینو) د قاچاق په تړاو نیولي .

خبر پاڼه وایي چې نیول شويو کسانو غوښتل دا نشه یي توکي بهر ته قاچاق کړي.

دخبر پاڼې په حواله د یادو کسانو له ډلې  څخه په بلخ کې پینځه(۵) تنه چې څلور (۴)کیلوګرامه هیرویین یې په خپلو ګېډو کې کیښودلي وو  او همدارنګه کابل کې بیا یو(۱) کس چې یو کیلوګرام هیرویین یې په سفري بکس کې په ځیرک ډول کیښودلي وو نیول شوي دي.

په افغانستان کې د نشه یي توکو د قاچاقبرانو او غلو د نیول کیدو لړۍ په دې وروستیو کې روانه ښکاري او هره ورځ لیدل کیږي چې دمختلفو جرمونو په تړاو کسان نیول کیږي .

تیره ورځ هم په تخار ولایت کې دوه (۲) تنه حرفوي غله نیول شوي وو.

ویل کیږي یادو کسانو له یوې کرایې  هټۍ څخه په ګټې اخیستنې سره د رخت پلورنې په یوه سرای کې د دوه(۲) صرافیو بام او دېوالونه سوري کړي وو او غوښتل یې څلویښت زره (۴۰) زره امریکايي ډالره غلا کړي چې ونیول شول.