د ننګرهار یویشت ځوانان مړه او ژوبل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99340-د_ننګرهار_یویشت_ځوانان_مړه_او_ژوبل_شوي
زمونږخبریال وايي بیګا ماښام د افغانستان د زابل ولایت د جلدک په سیمه کې د سپرلې او باروړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 23, 2021 07:15 Asia/Kabul
  • د ننګرهار یویشت ځوانان مړه او ژوبل شوي

زمونږخبریال وايي بیګا ماښام د افغانستان د زابل ولایت د جلدک په سیمه کې د سپرلې او باروړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوه .

 د ننګرهار مرستیال والي  ببرک میاخیل پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې په دې پیښه کې څوارلس(14) ځوانان چې دننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ اوسیدونکي او هلمند ولایت ته د کار کولوپه موخه تللي وو  وژل شوي او اوه (7)تنه نور ژوبل شوي دي .

 نوموړي لیکلي چې په وژل شویو کې درې(3) وروڼه چې د یوي(1) کورنۍ غړي دي هم شامل دي.

 د ننګرهار مرستیال والي پر دې پیښه د خواشینۍ څرګندولو تر څنګ ویلي چې د وژل شویو مړي او ټپیان د زابل په مرکزي روغتون کې دي چې ډیر زر به ټپیان د درملني په موخه پلازمینی کابل ته او د  وژل شویو کسانو جنازې  خپلو کورونو دننګرهار ولایت پچیر اګام ولسوالۍ ته ولیږدول شي.

 په ننګرهار ولایت کې د کاري زمینو د نه شتون او بیکارۍ کچې د زیاتیدو له امله ددې ولایت ډیر ځوانان په کار موندلو پسې نورو  ولایتونو او یا هم له هیواده د  باندې ځي