د ننګرهار یویشت ځوانان مړه او ژوبل شوي
زمونږخبریال وايي بیګا ماښام د افغانستان د زابل ولایت د جلدک په سیمه کې د سپرلې او باروړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوه .
د ننګرهار مرستیال والي ببرک میاخیل پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې په دې پیښه کې څوارلس(14) ځوانان چې دننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ اوسیدونکي او هلمند ولایت ته د کار کولوپه موخه تللي وو وژل شوي او اوه (7)تنه نور ژوبل شوي دي .
نوموړي لیکلي چې په وژل شویو کې درې(3) وروڼه چې د یوي(1) کورنۍ غړي دي هم شامل دي.
د ننګرهار مرستیال والي پر دې پیښه د خواشینۍ څرګندولو تر څنګ ویلي چې د وژل شویو مړي او ټپیان د زابل په مرکزي روغتون کې دي چې ډیر زر به ټپیان د درملني په موخه پلازمینی کابل ته او د وژل شویو کسانو جنازې خپلو کورونو دننګرهار ولایت پچیر اګام ولسوالۍ ته ولیږدول شي.
په ننګرهار ولایت کې د کاري زمینو د نه شتون او بیکارۍ کچې د زیاتیدو له امله ددې ولایت ډیر ځوانان په کار موندلو پسې نورو ولایتونو او یا هم له هیواده د باندې ځي