په افغانستان کې بهرني عسکر پخپلو ژمنو عمل نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99378-په_افغانستان_کې_بهرني_عسکر_پخپلو_ژمنو_عمل_نه_کوي
 په ۲۰۱۴کال کې  هم  له افغانستانه د وتلو په وخت  بهرنیانو، خپل زیاتره پوځي تجهیزات ،  دهغه څه په دلیل  چې  ددغه هیواد دفاعي او امنیتي  اورګانونو کې  ئې د ظرفیّت نشتوالی بللی ؤ ،  پآکستان ته منتقل کړل .  دغې موضوع په هغه وخت کې هم  د بهرنیانو  دنیَتونو او موخو پّ نسبت پراخ عکس العملونه راپارولي وو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 24, 2021 08:16 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې بهرني عسکر پخپلو ژمنو عمل نه کوي

 په ۲۰۱۴کال کې  هم  له افغانستانه د وتلو په وخت  بهرنیانو، خپل زیاتره پوځي تجهیزات ،  دهغه څه په دلیل  چې  ددغه هیواد دفاعي او امنیتي  اورګانونو کې  ئې د ظرفیّت نشتوالی بللی ؤ ،  پآکستان ته منتقل کړل .  دغې موضوع په هغه وخت کې هم  د بهرنیانو  دنیَتونو او موخو پّ نسبت پراخ عکس العملونه راپارولي وو .

زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، د  افغانستان په مختلفو سیمو کې دیره  بهرني عسکر  له  افغان حکومت سره خپلې موافقې ته په بې پامۍ سره ،  له دغه هیواده  له وتلو مخکې خپل درستې ودانۍ او وسلې  له مینځه وړي.

راپور ښئ د افغانستان په  جنوب کندهار کې دیره بهرنيو عسکرو پرون  دسیمې له پریښودو مخکې  خپلو تجهیزاتو یوه برخه او ودانۍ نابودې کړي دي .

 په ۲۰۱۴کال کې  هم کله چې وټاکل شوه،له افغانستانه دبهرنیو عسکرو یوه برخه وځي ،نو  دوي  دخپلو پوځي تجهیزاتو زیاتره برخه تباه کړې او یا  ئې  پآکستان ته منتقله کړې  وه .  داپه داسې حال کې دي چې   د افغانتسان د دفاعي او امنیتی اورګانونو سنبالتیا ، د امریکا او ناټو یوه ژمنه  وه . 

 د افغانستان د ملی دفاع وزارت پخواني ویندوي محمد رادمنش  په دې اړه وئيلي دي ، امریکایان  هیڅکله  له خپلو سټراټژيکو وسلو نه تیریږي  او حاضر نه دي ، دا  د افغانستان پوځ ته وسپاري .