ترهه ګري،امنیت او غیر قانوني کډوالي د سیمې ګډه ستونزه ده
ټاکل شوې وه،په افغانستان کې د جنګ جګړو د ختمیدا په خاطر د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمینځ په استانبول کې د بین الافغاني سولې دخبرواترو غونډه ، داپریل په ۲۴ترسره شي ، خو طالبانو ډلې وئيلي دي ، په دغې غونډې کې نه حاضریږي ،مګر دا چې ددغې ډلې درست بندیان خوشي شي او د طالب مشرانو نامې هم د ملګروملتو له تورلیسټه ووځي .
ایشا ویژن دټي آر ټي ټيلیویژنی چینل له قوله راپور ورکړی ، د ترکیې په استانبول کې د ترکیې،د افغانستان او پاکستان دخارجه وزیرانود درې اړخیزې غونډې موضوع له ترهه ګرۍ ، غیر قانوني کډوالۍ سره مبارزه او امنیت ؤ .
په دغې غونډې کې دترکیې ،افغانستان او پاکستان خارجه وزیرانو هر یو مولود چاووش اوغلو ، حنیف اتمر او شاه محمود قریشي په دغې درې اړخیزې ناستې کې دبین الافغاني سولې د ټينګیدا، له متحده، ډيموکراټيک ،خپلواکه او یوموټي افغانستانه د ملاتړ په باب خبرې اترې کړي دي .
ددغه راپور په اساس ،درو واړو خارجه وزیرانو ،د ټرانسپورټ ،تجارت ، انرژۍ ،د ملتونو ترمینځ دتعامل ، تعلیم، کلتوري ،ټولنیز او ټوریزم د مبادلاتو او پراختیا له لارې د سیمه ایز ارتباط پر پیاوړتیا ټينګار کړی دی .
افغانستان ،ترکیې او پاکستان درو واړوهیوادونو خارجه وزیرانو دغونډې په پایزې اعلامیې کې پر طالبانو غږ کړی ، دخبرواترو له لارې دې په افغانستان کې اوږدمهالې سولې ته د رسیدا لپاره پر خپلو ژمنتیاؤ پابنده ووسي .
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان خارجه وزیر په کروناویروس دککړتیا له امله په دغې غونډې کې د ویدیو ئي لینک له لارې ګډون کړی دی .