ترهه ګري،امنیت او غیر قانوني کډوالي د سیمې ګډه ستونزه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i99380-ترهه_ګري_امنیت_او_غیر_قانوني_کډوالي_د_سیمې_ګډه_ستونزه_ده
ټاکل شوې وه،په افغانستان کې د جنګ جګړو د ختمیدا په خاطر د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمینځ  په استانبول کې د بین الافغاني   سولې دخبرواترو غونډه ، داپریل په ۲۴ترسره شي ، خو طالبانو ډلې وئيلي دي ، په دغې غونډې کې نه حاضریږي ،مګر دا چې ددغې ډلې درست بندیان خوشي شي او د طالب مشرانو نامې  هم د ملګروملتو له تورلیسټه  ووځي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 24, 2021 08:56 Asia/Kabul
  • ترهه ګري،امنیت او غیر قانوني کډوالي د سیمې ګډه ستونزه ده

ټاکل شوې وه،په افغانستان کې د جنګ جګړو د ختمیدا په خاطر د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمینځ  په استانبول کې د بین الافغاني   سولې دخبرواترو غونډه ، داپریل په ۲۴ترسره شي ، خو طالبانو ډلې وئيلي دي ، په دغې غونډې کې نه حاضریږي ،مګر دا چې ددغې ډلې درست بندیان خوشي شي او د طالب مشرانو نامې  هم د ملګروملتو له تورلیسټه  ووځي .

ایشا ویژن  دټي آر ټي ټيلیویژنی چینل  له قوله راپور ورکړی ، د  ترکیې په استانبول کې د ترکیې،د افغانستان او پاکستان دخارجه وزیرانود درې اړخیزې غونډې  موضوع  له ترهه ګرۍ ، غیر قانوني کډوالۍ سره مبارزه او امنیت  ؤ . 

 په دغې غونډې کې  دترکیې ،افغانستان او پاکستان خارجه وزیرانو هر یو مولود چاووش اوغلو ، حنیف اتمر او شاه محمود قریشي  په دغې درې اړخیزې ناستې کې  دبین الافغاني  سولې  د ټينګیدا، له متحده، ډيموکراټيک ،خپلواکه  او یوموټي   افغانستانه  د ملاتړ په باب خبرې اترې کړي دي .

 ددغه راپور په اساس ،درو واړو خارجه وزیرانو ،د ټرانسپورټ ،تجارت ، انرژۍ ،د ملتونو ترمینځ دتعامل ، تعلیم، کلتوري ،ټولنیز  او ټوریزم د مبادلاتو  او پراختیا له لارې  د سیمه ایز ارتباط پر پیاوړتیا ټينګار کړی دی .

  افغانستان ،ترکیې او پاکستان  درو واړوهیوادونو خارجه وزیرانو  دغونډې په پایزې اعلامیې کې  پر طالبانو غږ کړی ، دخبرواترو له لارې دې په افغانستان کې  اوږدمهالې سولې ته د رسیدا لپاره  پر خپلو ژمنتیاؤ پابنده ووسي .

داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان خارجه وزیر په کروناویروس دککړتیا له امله په دغې غونډې کې د ویدیو ئي لینک له لارې ګډون کړی دی .