افغانستان کې د هوان مرمۍ اوه کسان مړه او ژوبل کړي
زمونږخبریال وايي د افغانستان د میدان وردګو ولایت د (سیداباد) ولسوالۍ د ( اوتړیو) په کلي کې دهاوان دیوې مرمۍ د لږیدلو په پایله کې دیوې کورنۍ (۷) تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د یاد ولایت د ولایتي شورا استازې میرمن نفیسه سیلۍ وردګ له تهران راډیو سره په مرکې کې وویل چې یاده مرمۍ تیره ورځ ماښام مهال له روژه ماتې شاوخوا (۵) دقیقې مخکې د شیرآغا نومي سړي په کور باندې لګیدلي ده چې شیرآغا سره له دوو(۲) زامنو وژل شوی او دوه ()نور زامن سره له یوې لور او میرمن سره یوځاې ژوبل شوي دي .
میرمن وردګ وایي چې یاده مرمۍ د ملي اردو له یوې (۱)پوستې نه توغول شوې.
باید وویل شي چې په افغانستان کې ډیری وخت ملکۍ کسان خپل ژوند یاد هاوان دمرمۍ د لږیدلو او یاهم د سړک غاړې ماین د چاودنې په ترڅ کې له لاسه ورکوي .
تیره ورځ سهار (۸:۳۰) د غزني ولایت مرکز د (دریمې) امنیتي حوزې اړوند د ( شالیز) په سیمه کې د ملکي کسانو پر موټر دسړک غاړې ماین وچاودېد چې (۶) تنو ته یې مرګ ژوبله اوښتي وه .