ننګرهار کښې ۵۰۰۰۰ خلک په ملاریا ناروغۍ اخته شوي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ننګرهار د عامې روغتیا ریس ډاکتر نصیر احمد دراني چې د اپریل پنځه ویشتمه د ملاریا ناروغۍ سره دمبارزې نړیوالۍ ورځې نمانځ غونډې ته یې وینا کوله وویل تیر کال په ننګرهار ولایت کې پنځوس زره تنه د ملاریا پر ناروغۍ اخته شوي و .
هغه وویل دا کچه تر دې وروړاندې کال کې سل زره تنه وه خو ملاریا ماشو ضد درملو لړل شویو په خانو په ویش سره دا کچه پنځوس زره او دمړینې کچه یی صفر ته راټیټه شوه.
هغه وویل دخلکو د پوهې کچې ټیټوالی، کورنۍ جګړې او خلکو کډوالي، بې وزلې او دخلکو تنګلاسي، له ګاوندي هیواد پاکستان سره پرانستې پوله او دغه رازدننګرهار ولایت له حده زیات تود اقلیم په دې ولایت کې د ملاریا ناروغۍ د ډیروالي سبب شوي دي . هغه وویل د هیواد په کچه پنځوس سلنه پر ملاریا ناروغۍ اخته کسان په ننګرها رولایت کې دي . د ننګرهار د عامي روغتیا ریس د عامې روغتیا وزارت او مرکزي حکومت نه غوښتنه وکړه چې ننګرهار ته د ملاریا ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي .
په ننګرهارې کې د ملاریا ناروغۍ د کنټرول په برخه کې د ملګرو ملتونو ادارې استازي ډاکتر ولید صدیقي وویل تیر کال په ټول هیواد کې نهه ملیونه د ملاریا د ماشو ضد درملوککړې پشه خانې په ټول هیواد کې ویشل شوي چې دری نیم ملیونه یی یوازی ننګرهار ولایت ته ځانګړې شوې وې.
هغه وویل په راتلونکې کې به د ملاریا ناروغۍ د کنترول په برخه کې روغتیایی سکتور سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
پر همدې مهال دننګرهار دوالي ضیالحق امرخیل د ملاریا ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي په برخه کې دهڅو پر چټکتیا په ټینګارسره وویل په تیر کې د ملاریا ناروغۍ د کنترول او مخنیوي او دغه راز د چاپیریال د پاک ساتلو او د اوبو ډنډونو چې د ملاریا د ماشوم د ودې او تکثر لپاره تر ټولو ښه بستر دی په برخه کې پام وړ کار نه دی شوی هغه له خلکو وغوښتل چې له اړوندو ادارو سره د ملاریا ناروغۍ په برخه کې لازمه همکاري وکړي .